په بامیان پوهنتون کې د ښوونیز او هڅوونکي سمینار پای!

د بامیان پوهنتون د ارواه پوهنې مشورتي مرکز (د لوست د عادت پیاوړتیا) تر عنوان لاندې ښوونیز او هڅوونکی سمینار ترسره کړ.
یاد سمینار چې د کلینیکي ارواه پوهنې عمومي مدیریت له لوري د محصلانو د رواني روغتیا د پیاوړتیا په موخه تنظیم شوی وو شپږ ورځې یې دوام وکړ.
په دغه برنامه کې د پوهنتون د اته پوهنځیو محصلانو برخه اخیستې وه چې د نورالدین محمدي د کلینیکي ارواه پوهنې عمومي مدیر له خوا وړاندې شو.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت