د بامیان پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ارزونې غونډه!

نن یکشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې دوهمه نېټه، د بامیان پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ارزونې غونډه د علمي چارو معاونیت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوند څانګې مسؤلینو ګډون کړی وو.
ګډونوالو هغه پلانونه په غور سره وڅېړل چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په ستراتیژیک پلان کې شامل وو ، تر څو کمښت یا نیمګړتیاوې یې له منځه یوسي.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت