په بامیان پوهنتون کې د R سافټویر د اساسي او پرمختللي زده کړو ورکشاپ پیل!

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان ۱۷مه د R سافټویر د بنسټیز او پرمختللي زده کړو ورکشاپ د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د بامیان پوهنتون استادانو ته ددغه آمریت د غونډو په تالار کې پیل شو.
دغه ورکشاپ چې د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه ترتیب شوی، د پوهنمل قاسم شفایي او پوهنیار حسین سبقت لخوا پرمخ وړل کیږي.
یاد ښوونیز پروګرام به د پنځه ورځو لپاره دوام ولري، او تمه ده چې ګډونوال به د معلوماتي تحلیل، علمي او عملي تطبیقاتو اړوند ددغه سافټویر مهم مهارتونه ترلاسه کړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت