تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS

په بامیان پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه بریالۍ ترسره شوه .

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۱۳
Bamyan

بامیان – جمعه ۱۴۴۶/۱۲/۳هـ ق 
 د ۱۴۰۴ هـ ش کال کانکور ازموینه د غبرګولي میاشتې په ۹مه د جمعې په ورځ د بامیان پوهنتون په همکارۍ په بریالۍ توګه پای ته ورسېده.
دغه ازموینه چې د لوړو زده کړو وزارت تر مستقیم نظارت لاندې ترسره شوه د بامیان پوهنتون یې کوربتوب او تخنیکي همکاري وکړه.
 د بامیان پوهنتون مسؤلینو د ازموینې له شفافیت منظم جریان او د امنیتي تدابیرو څخه خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه یوازې بامیان ته ځانګړې نه وه بلکې دغه ازموینه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې په پرله‌پسې ډول واخیستل شي څو ټولو دولسم ټولګیو فارغانو ته د لوړو زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
د بامیان پوهنتون رهبري له ټولو ادارو، امنیتي ځواکونو، رضاکارانو او ګډونوالو مننه کوي چې ددې ملي بهیر په بریالۍ توګه ترسره کولو کې مرسته وکړه.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت